د ډاکټرانو پر موټر چاودنې پنځه تنه شهيدان کړل
نن سهار د کابل په دوغ اباد سيمه کې د کابل د زندانونو د رياست پر موټر چاودنه شوې چې له امله يې د څلورو ډاکټرانو په ګډون پنځه تنه شهيدان شوي او دوه نور ژوبل دي.
د کابل د امنیه قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، په شهيدانو کې د زندانونو ریاست درې ښځې ډاکترانې او یو نارینه ډاکتر شامل دي.
د زندانونو د چارو د تنظيم اداره بيا وايي، په شهيدانو کې د دغې ادارې د روغتيايي چارو د رياست رييسه ډاکټره نظيفه ابراهيمي هم شامله ده.
تر اوسه د دغې چاودنې مسووليت چا نه دی منلی، خو چارواکي يې د طالبانو کار بولي.
هلته بيا ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، چاودنه دوی نه ده کړې.
0 نظرونه