وسلهوالو يو بل افغان خبريال شهيد کړ
نن ماښام په غزني ښار کې وسلهوالو کسانو د رحمت الله نېکزاد په نامه د خبريالانو د اتحاديې مشر شهيد کړی دی.
د غزني د پوليسو وياند احمد خان سيرت وايي، پر نېکزاد د غزني ښار په خواجه حکيم سيمه کې ډزې شوې دي.
دی وايي، پوليس په هغو کسانو پسې ګرځي چې نېکزاد يې شهيد کړی دی.
هلته بيا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دغه خبريال وژل غندلي او ويلي يې دي، نېکزاد له دوی سره ښې اړيکې درلودې.
0 نظرونه