داکټر محب د اذربايجان له ولسمشر سره کتلي
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب د اذربايجان له ولسمشر الهام علياف سره کتلي دي.
ډاکټر محب په دغه ليدنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، نظامي همکاريو، ټرانزيټي پيوستون او سوداګري غږېدلی دی.
دواړو لوريو هوکړه کړې چې اذربايجان به په کابل کې خپل سفارت هم پرانېزي.
0 نظرونه