غزنی؛ د قران په ختم کې چاودنې ۱۵ تنه شهيدان کړل
چارواکي وايي، د غزني ولايت په ګيلان ولسوالي کې د قران کريم د ختم په مراسمو کې چاودنه شوې چې له امله يې پنځلس تنه شهيدان او شل نور ژوبل دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين سرخط ورځپاڼې ته وويل چې دغه چاودنه نن ماسپښين د ګيلان ولسوالي په اغوجان سيمه کې د قران کريم د ختم په مراسمو کې شوې ده.
دی وايي، چاودنه په يوه زرنج کې د ايښوول شويو بمونو د چاودېدو له امله شوې.
د غزني امنيتي چارواکي وايي، په شهيدانو کې دوولس تنه يې ماشومان دي چې ختم ته راغلي ول.
تر اوسه د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی، خو دغسې چاودنې، طالب وسله وال کوي.
0 نظرونه