ولسمشر عمران خان ته زنګ وهلی
ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته زنګ وهلی او د سولې په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.
عمران خان ولسمشر ته ټټر ډبولی دی چې طالبانو ته به ووايي چې په افغانستان کې د اوربند لپاره يو څه وکړي.
د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي، ولسمشر دغه زنګ تېر ماښام پاکستان ته وهلی و.
تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي هم هلته د ورغليو طالبانو د خولې تر بويولو وروسته وويل چې په افغانستان کې جګړه نوره د طالبانو په ګټه نه ده.
ده وويل، دا خبره طالبانو ورته کړې ده.
0 نظرونه