ولسمشر کندهار ته ولاړ
ولسمشر محمد اشرف غني نن د يوه لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشري کندهار ته ورسېده.
له ولسمشر سره په دغه سفر کې د ولسمشر لومړی مرستيال امر الله صالح، د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمد الله محب او ګڼ شمېر نور لوړپوړي حکومتي چارواکي ملګري دي.
ټاکل شوې چې نن به ولسمشر د کندهار عمومي امنیتي وضعیت وارزوي او په دې سربېره به هلته له قومي مشرانو، علماوو، ښځو، ځوانانو، مدني فعالانو، تجارانو او د ټولني د بېلابېلو اقشارو سره جلا جلا لیدنې وکړي.
0 نظرونه