په بغلان کې ۱۴ سرتېري شهيدان شوي
ځينې حکومتي چارواکي وايي، د بغلان په ډنډغوري سيمه کې د سرتېرو پر يوه پوسته بريدونه شوي دي چې له امله يې څوارلس تنه سرتېري شهيدان شوي دي.
په شهيدانو کې لس يې ملي پوليس او څلور تنه ولسي پاڅون کوونکي دي.
د ورکولو شويو مالوماتو پر اساس، دغه بريدونه او بيا له دواړو خواوو جګړه د ډنډغوري په وزيراباد سيمه کې شوې.
په پېښه کې ځينې سرتېري ژوبل شوي هم دي، خو شمېر يې دقيق نه دی مالوم.
د بريدونو مسووليت طالبانو منلی.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، په دغو بريدونو کې يې څوارلس تنه سرتېري شهيدان کړي.
0 نظرونه