د کابل مرستيال والي په يوه بريد کې شهيد شو
نن سهار د کابل ښار په څلورمو مکرويانو کې د کابل د مرستيال والي محبوب الله محبي پر موټر چاودنه شوې چې له امله يې دی او ساتونکی يې شهيدان شوي او دوه نور ژوبل دي.
د کابل پوليس وايي، چاودنه په موټر پسې د نښلول شوي ماين د چاودېدو له امله شوې ده.
د پوليسو په خبره، په چاودنه کې د محبي دوه تنه ساتونکي ژوبل دي.
تر اوسه د دغې چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
0 نظرونه