د لوګر اوسېدونکي ملکي روغتون کې د ډاکټرانو له ناسم چلند سر ټکوي
۲۴ قوس ۱۳۹۹ 143727 0 نظر زین الله احمدي

د لوګر اوسېدونکي ملکي روغتون کې د ډاکټرانو له ناسم چلند سر ټکوي

راپور: زین الله احمدي

د لوګر ولایت له لیري پرتو سیمو د دې ولایت مرکز پل علم ته د درملنې لپاره راغلي خلک د نایب امین الله خان په ملکي روغتون کې د ډاکټرانو او کارکوونکو له ناسم چلند سر ټکوي.
دوی سرخط ورځپاڼې ته وویل، د ناقانونه فیس اخیستل، دولتي امبولانسونو کې د ناروغانو د لېږد په بدل کې پیسې اخیستل، د طبي اخلاقو نه مراعت، ناروغانو ته سپکې سپورې ویل، بې دلیله د ناروغانو ځنډول، د زېږون پر مهال د ښځینه ډاکټرانو لخوا حامله دارو ښځو وهل، او په روغتون کې دوی ته نه پاملرنه هغه ستونزې دي، چې دوی ورسره تل په ملکي روغتون کې مخ وي.
په یاد روغتون کې ځینو کسانو، چې له کلیو او لیري پرتو سیمو د درملنې لپاره راغلي وو، زیاته کړه، په روغتون کې د دوی په وړاندې د ډاکټرانو په چلند کې توپیر احساسوي.
له التمور سیمې څخه راغلی یو ناروغ وایي: ((د ځینو ناروغانو اصلاً پوښتنه نه شته، پانسمان دوه دوه ورځې وروسته کیږي، خو هلته داسې مریضان هم پراته دي، چې پانسمان یې پنځه ـ پنځه یا لس لس ورځې وروسته کیږي. زه څو ځلې ورغلی یم، تېره میاشت کې هم د شپې دوه بجې ورغلی یم، ورته ویلي مې دي، چې زما دا پیپ بنده ده، خو دوی راته ویلي چې صدو خان روغتون ته لاړ شه.))
د نسیم په نامه د پل علم  ښار یوه اوسیدونکي، چې خپله لور یې روغتون ته راوستې وه، تر ډیره دا ستونزې تاییدوي او وایي، چې په روغتون کې هغو ناروغانو ته لومړیتوب ورکول کیږي، چې واسطه ولري او شتمن دي.
دا وایي، خپله څو څو وارې د لیرو پرتو سیمو ناروغانو سره د ډاکټرانو د ناسم چلند شاهد پاتې شوی.
د ده په وینا، ډیر کله ډاکټرانو د دوی دوسیې په ځمکه غورځولي، ترخې خبرې یې ورته کړي او پرته له معاینې او یا هم کله له سرسرې معاینې وروسته ناروغان همداسې په ځای پریښې دي.
د عزت الله په نوم د حصارک د کلی یوه اوسېدونکي وویل: ((ځینې ډاکټران دي، چې د ټولو ناروغانو سره یو شان چلند کوي، خو ځینې یې بیا له هغو مریضانو سره چې واسطه ولري، یو شان چلند کوي او د بې واسطې سره بل ډول. هغه ناروغان چې له اطرافو څخه راغلی وي او د نظافت له پلوه وضعه یې خرابه وي، د مثال په ډول که ماشوم یې پښې لوڅې وي، ویښته یې خیرن او یا جړ وي، له هغوی سره ښه رویه او زر ورته پام هم نه کوي.))
یو بل ناروغ چې له څرخ ولسوالۍ څخه راغلی وایي، چې په روغتون کې ډاکټران حتی په پایوزانو د روغتون صفاکاري هم کوي.
د ناسم چلند سربیره له ناروغانو په ځانګړي دول هغو کسانو چې له اطرافي سیمو څخه راغلي وي، د ناقانونه فیس اخستل بله ستونزه ده، چې اکثره خلک ورته ګوته نیسي.
د لوګر د عامې روغتیا رئیس ډاکټر رسول ګل ثمر سرخط ورځپاڼې سره په خبرو کې له دې سره ـ سره چې په ملکي روغتون کې شته ستونزې نه ردوي، خو وايي، چې د ناروغانو ټولو شکایتونو ته پر وخت رسیدګي شوې ده.

هغه وویل:(( هره ورځ روغتون ته تر ۱۰۰۰ تنو پورې ناروغان مراجعه کوي، موږ د دوی لپاره د شکایاتو ځانګړی صندوق ایښي، هر کله چې له ورته پېښو باندې خبر شوي یو، عاجل مو ورته رسیدګي کړې ده. اوس هم که کوم څوک شکایت لري موږ سره دې شریک کړي چې رسیدګي ورته وکړو.))

د لوګر د عامې روغتیا رییس په خبره، دوی وخت ناوخته له ملکي روغتون څارنه کوي او کله چې له ناروغانو سره د ناسم چلند او یا ورته نورو غیرقانوني کړنو سره مخ شوي، قانونی اقدام یې کړی دی.
دمګړۍ په افغانستان کې د دولتي روغتونو ترڅنګ ډیر شمېر خصوصي روغتونونه هم فعاله دي، چې په دواړو کې روغتیایي خدمتونه تل تر پوښتنې لاندې دي.
که څه هم په دولتي روغتونونو کې د ناروغانو څخه فیس نه اخیستل کیږي، خو کیفیت یې معیاري نه دې او د ناروغانو د ډیرې ګڼې ګوڼې له امله ورته سم خدمتونه هم نه رسیږي.
 

 

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې