
د پوهنې وزارت ’ جنجالي‘ معينيت بيا فعال شو
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د ولسمشر په حکم د دغه وزارت "جنجالي شوی" د اسلامي تعليماتو معينيت بيا فعال شوی دی.
دغه معينيت څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د "اصلاحاتو" په ټس کې مدغم کړی و چې د هېواد په کچه يې پراخ غبرګونونه را وپارول.
تر دغو غبرګونونو وروسته د پوهنې وزارت وايي، د ولسمشر د حکم په اساس يې د اسلامي تعليماتو معينيت او د هغه د تشکيلات بيا فعال کړي دي.
د اسلامي تعليماتو معينيت د تشکيلاتو دوه طرحې ولسي جرګې ته استول شوې وې چې په يوه طرحه کې د اسلامي تعليماتو د يوه اجراييوي بورډ جوړول و چې د يوې ښځې په ګډون به پنځه غړي ولري.
دويمه طرحه يې د اسلامي تعليماتو د معينيت پخوانى تشکيل بېرته جوړول و چې د مشرانو او ولسې جرګې امنا هم پرې راغلې ده.
0 نظرونه