مېلر وايي، تر ۱مياشتې په افغانستان کې يوازې ۲۵۰۰عسکر پرېږدو
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموريت قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د امريکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې په اساس، له افغانستان څخه خپل نور سرتېري هم باسي او يوازې دوه نيم زره تنه پرېږدي.
ده نن له رسنيو سره په خبرو کې وويل، له افغانستان څخه د سرتېرو د ايستلو امر يې تر لاسه کړی او پر دغه پروسه رسما کار هم پيل شوی دی.
د ده په خبره، د راتلونکې جنورې مياشتې تر پنځلسمې نېټې به له افغانستان څخه نور عسکر هم وباسي او يوازې دوه نيم زره تنه به پرېږدي.
مېلر وويل، د طالبانو د نورو زندانيانو د خوشې کولو پرېکړه د افغان حکومت کار دی، خو وايې ويل، که طالبان همداسې جګړو ته دوام ورکړي، د سولې فرصت به له لاسه ورکړي.
د ده په خبره، امريکا که له افغانستان څخه هر څومره عسکر هم وباسي، خو د افغان سرتېرو ملاتړ ته به دوام ورکوي او په دې سربېره به، په سيمه کې پر ترهګرو شبکو هم څار ساتي.
0 نظرونه