واورو په بدخشان کې د۴سرتېرو ژوند اخيستی
چارواکي وايي، د بدخشان د فيض اباد او اشکاشم ولسوالي تر منځ پر غځېدلې لاره څلور سرتېري په واورو کې ايسار او مړه شوي دي.
دغه سرتېري د څلورم او پنځم سرحدي کنډکونو عسکر ول چې درې ورځې وړاندې د ياغرده کوتل له لارې وظيفو ته روان ول.
دوی پر لاره تري تم کېږي او نن يې له واورو څخه جسدونه را ايستل شوي دي.
د سيمې امنيتي چارواکي وايي، سرتېري د نمکسنګها سيمې ته رسېدلي و چې له توپان او درنې واورې سره مخ شوي او ايسار شوي ول.
د دوی جسدونه يې کورونيو ته سپارل شوي دي.
0 نظرونه