نن د کابل هوايي ډګر دوه ساعته تړلی و
نن سهار بيا پر کابل راکټي بريدونه وشول چې ځينې راکټونه يې د کابل د نړيوال هوايي ډګر شاوخوا هم راپرېوتل او له همدې امله دوه ساعته دغه ډګر د الوتنو پر مخ تړلی و.
د ملکي هوانوردي اداره وايي، دوه ساعته د کابل له حامد کرزي هوايي ډګر څخه الوتنې نه کېدې، خو دوه ساعته وروسته حالت بېرته عادي شو.
د دغې ادارې په خبره، راکټي بريدونو د الوتنو پروسه ګډه وډه کړه، اما هيڅ مالي او ځاني زيان يې نه دی اړولی.
څه موده وړاندې هم پر کابل ورته راکټي بريدونه شوي ول چې له امله يې نه يوازې ګڼ شمېر خلک شهيدان او ژوبل شوي ول، بلکې د کابل د هوايي ډګر الوتنې هم ورسره ځنډېدلې وې.
دا او لا ډېر نور مطالب د سرخط ورځپاڼې پر وېب پاڼه ولولئ.
0 نظرونه