د افغانستان او ايران تر منځ د رېل تګ راتګ پيل شو
نن د افغانستان او ايران تر منځ د هرات- خواف د رېل پلټنۍ د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا رسما پرانيستل شوه.
د افغانستان او ایران ولسمشرانو، محمد اشرف غني او حسن روحاني په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د دواړو مشرانو په باور، دغه اوسپنیزه لاره به د دواړو هېوادونو تر منځ د مالونو او مساپرو وړل راوړل ګړندي کړي.
د ايران ولسمشر حسن روحاني وویل، افغان سوداګر کولای شي له دې لارې خپل مالونه اروپا ته ولېږدوي او همدا شان زرګونه مساپر پرې تګ راتګ کولای شي.
ولسمشر غني هم له ایراني چارواکيو او ولس د مننې ترڅنګ وویل چې په اسیا کې د رېل پټلۍ ترانسپورټ، تر ټولو اسانه، مهمه او ګټوره لاره ده.
دا اوسپنیزه لاره په څلورو برخو کې د ایران له خواف سیمې د هرات تر ښاره غځېدلې ده.
د دې پروژې درې برخې بشپړې شوې او څلورمه برخه به یې چې په هرات ښار کې د ننه ده، په راتلونکي کې بشپړه شي.
دا پروژه په ۱۳۸۵ کال کې پیل شوې وه او ټاکل شوې وه چې په دریو کلونو کې بشپړه شي، خو په افغانستان کې د امنیتي او په ایران کې د اقصادي ستونزو له امله تر تر اوسه وځنډېده.
دا او لا ډېر نور مطالب د سرخط ورځپاڼې پر وېب پاڼه ولولئ.
0 نظرونه