اووه مياشتې وروسته به افغانستان ته د کرونا واکسين را ورسېږي
د عامې روغتيا وزارت وايي، اووه مياشتې وخت به واخلي چې هېواد ته د کرونا واکسين را ورسېږي.
د دغه وزارت وياند اکمل سمسور وايي، افغانستان له دوو سرچينو څخه د کرونا واکسين تر لاسه کوي او تمه ده چې له اوو تر اتو مياشتو پورې به دغه واکسين هېواد ته راورسېږي.
دی وايي، افغانستان اوس پر دې کار کوي چې څنګه دغه واکسين په يخ ځای کې خوندي وساتي او هغه کسان وروزي چې خلکو ته به د کرونا واکسين ور لګوي.
د سمسور په خبره، دغه واکسين به يوازې درې فيصده افغانانو ته ورسېږي، خو لومړيتوب به هغو ته ورکول کېږي چې تر نورو زيات د کرونا له ګواښ سره مخ دي.
دی وايي، نړيوال بانک د هېواد شل فيصده نورو کسانو ته هم د کرونا واکسين پېري چې دوه کاله وخت به ونيسي.
0 نظرونه