له ښځې مرور سړی ۴۲۰ کيلو مټره پياده تللی
ايټالوي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په کومو سيمه کې يوې ښځې له خپل خاونده سره جګړه کړې او خاوند يې مرور له کوره وتلی، خو وروسته چې پوليسو ته په لاس ورغلی، څلور سوه او شل کيلو مټره پياده تللی و.
په ورکول شويو مالوماتو کې د دې ځوان نوم نه دی ښوول شوی، خو پوليسو د هغه له خولې ويلي دي چې له ښځې سره تر جنګ وروسته پر ځان نه پوهېده او غوښتل يې په پياده تګ غوسه سړه کړي، اما چې پام يې ځان ته کېده، تر وطنو تېر شوی و.
پوليس وايي، دا سړی د ايټاليا جميرا سيمې ته رسېدلی و او هلته د ګرځبنديز د ماتولو له امله پوليسو نيولی و.
دوی وايي، د سړي تر نيول کېدو وروسته يې ښځې ته زنګ وهل شوی او هغې هم جميرا ته د سفر موزې پسې په پښو کړې وې.
په سبا چې يې ښځه رارسېږي، پوليس ښاغلي ته د څلور سوه يورو جريمې سند هم ورکوي چې تحويل به يې کړي.
اوس مالومه نه ده چې د دواړو تر منځ سوله شوې، که د يوې بلې جګړې لپاره کور ته تللي دي.
0 نظرونه