اتو ولايتونو ته ښځينه مرستيالې واليانې ټاکل شوې
سرخط ورځپاڼې ته په ارګ کې ځينو سرچينو ويلي دي چې ولسمشر تازه د اتو ولايتونو لپاره د ښځينه مرستيالو واليانو پر وړانديزونو لاسليک کړی دی.
سرچينې وايي، په نويو ګمارنو کې کونړ، بادغيس، لغمان، غزني، نورستان، زابل، کاپيسا او نيمروز ته ښځينه مرستيالې واليانې ټاکل شوې.
سرخط ورځپاڼې ته په ورکول شويو مالوماتو کې ويل شوي چې د کونړ لپاره برېښنا شېرزۍ، د بادغيس لپاره زرغونه شېرزاد، د لغمان لپاره برېښنا ساپۍ، د غزني لپاره هوسۍ اندړ، د نورستان لپاره زاهده فيضان، د زابل لپاره مريم رحماني، د کاپيسا لپاره بياتي سليمي او د نيمروز لپاره روح ګل خيرزاد د مرستيالو ولايانو په توګه ګمارل شوې دي.
د سيمهييزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم دغه ګمارنې تاييد کړې دي.
ولايتونو ته د ښځينه مرستيالو واليانو د ټاکلو لړۍ له تېرې څه مودې راهيسې درول شوې وه چې لامل يې دغو ګمارنو ته د طرزالعمل جوړول بلل کېدل.
0 نظرونه