طالبانو د فخريزاده په وژلو خوا بده کړې
ايران وايي، په قطر کې د طالب اورپکو د سياسي دفتر غړي، په هغه هېواد کې د ايران سفارت ته ورغلي او د ايراني ساينسپوه محسن فخريزاده په وژل کېدو يې ترخې اوښکې څڅولې.
په قطر کې د ايران سفارت ويلي دي، د طالبانو د دفتر څو تنه غړي نن د دوی سفارت ته ورغلي وو، د فخريزاده په مړينه يې زړونه شنه وو او په دې سربېره يې په دوحه کې د ايران نوي سفير حميد دهقاني ته هم دعاوې کړې چې خدای دې يې په چارو کې بريالی لري.
محسن فخريزاد زاده په غالب ګمان د ايران د اټومي وسلو جوړولو د پروګرام طراح و چې د جمعې په ماښام چا وويشت.
طالبانو له تېرو څو کالو راهيسې له ايران سره تار درلود، خو په دې وروستيو کې يې د دغه هېواد له استخباراتو او د انقلاب له پاسدارانو سره کيسې رسوايي ته ورسېدې.
د دغې ډلې مخکېنی مشر اختر منصور هم له ايرانه، پاکستان ته روان و چې بېپيلوټه الوتکې وويشت.
0 نظرونه