امريکايي ماډلې د اسلام په خاطر فېشن انډسټري پرېښووه
مشهوره امريکايي ماډله حليمه عدن وايي، يوازې د خپل دين او ايمان په خاطر فېشن انډسټري تر شا پرېږدي او عبادت ته مخه کوي.
دا وايي، پرېکړه يې کړې ده چې په ژوند کې به ټول هغه کارونه پرېږدي چې له امله يې ديني چارې زيانمنې کېږي او يا ناروا وي.
دې ويلي دي د ماډلينګ له امله به زيات وخت لمونځ ورڅخه قضا کېده او له حجابه پرته چې به يې ماډلينګ وکړ، نو تمامه شپه به يې په ژړا تېره کړه.
حليمه عدن په سوماليا کې زېږېدلې، په کېنيا کې د کډوالو په يوه کمپ کې رالويه شوې او اوس د نړۍ مشهوره ماډله ده.
د دې په خبره، داسې ورته ښکاري لکه تر اوسه چې ويده وه، اوس را ويښه شوه او دين ته يې مخه کړ.
0 نظرونه