طالبان وايي، د سولې پر کړنلارو له افغانانو سره سلا شوي
طالبان وايي، د سولې په بين الافغاني خبرو کې له افغان لوري سره پر کړنلارو سلا شوي او ګډې پايلې ته رسېدلي دي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم وايي، د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو تر منځ د بين الافغاني مذاکراتو طرز العمل د دوه زره شلم کال د نومبر مياشتې پر پنځلسمه نېټه په يوويشتو مادو کې تکمیل او نهايي شوی دی.
دی وايي، دغه طرز العمل د کوربه هېواد "قطر" په حضور کې د د دوه زره شلم کال د نومبر مياشتې پر اوولسمه نېټه ولوستل شو.
د ده په خبره، د طرز العمل تر لوستو وروسته يې يوه کاپي قطر ته ورکول شوې.
تر اوسه حکومت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.
0 نظرونه