ولسمشر راتلونکې اوونۍ د افغانجاپان ستونزې هواروي
ارګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام په کابل کې د ساري ناروغيو افغان جاپان روغتون ته تللی او هلته يې د دغه روغتون ستونزې کتلې.
د ارګ په خبره، له دغه روغتون څخه د جمهور ريیس د ليدنې پر مهال اړوند مسوولينو د خپلو ستونزو ترڅنګ د افغان جاپان روغتون د وضعيت او د روغتيايي خدمتونو د څرنګوالي په اړه هم مالومات ورکړل.
ولسمشر غني ويلي چې د افغان جاپان روغتون د ستونزو د حل لپاره به راتلونکې اوونۍ ځينې چارې پر مخ ولاړې شي.
د ساري ناروغيو افغان جاپان روغتون ته کرونا لپاره ځانګړی شوی و چې له هماغې ورځې ورڅخه خلک سر ټکوي.
0 نظرونه