پر کابل ۱۴توغول شويو راکټونو ۱۴هېوادوال ټپي او شهيدان کړي
د کورنيو چارو وزارت وايي، نن سهار پر کابل څوارلس راکټونه توغول شوي دي چې تر اوسه پورې پکې درې تنه شهيدان او يوولس نور ژوبل دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين سرخط ورځپاڼې ته وويل چې دغه راکټونه لسمې حوزې، د چهار قلعه د برق برج، طاهري کوڅې، نعمت پلازا، سلام پوهنتون، ګل سرخ ميدان، صدارت ميدان، پل باغ عمومي، سپين زر جادې، ملي ارشيف، مريم ليسې او ۵۰۰فاميلې ته څېرمه لګېدلي دي.
دی وايي، په بريدونو کې درې تنه شهيدان شوي او يوولس نور ژوبل دي.
تر اوسه د دغو بريدونو مسووليت چا نه دی منلی.
0 نظرونه