لسګونه مېرمنې د سولې په پروسه کې په خپل ورک غږ پسې دوبۍ ته تللې
له افغانستان او بېلابېلو نورو هېوادونو څخه شاخوا شپېته افغانې مېرمنې، د مدني ټولنې، حکومت، رسنيو او د جګړو د قربانيانو په استازيتوب متحده عربي اماراتو ته تللې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې خپلې غوښتنې او غږ تر نړۍ ورسوي.
په دوبۍ کې د سولې په اړه روان کنفرانس ته په دې سربېره، له بېلابېلو هېوادونو څخه د وېډيو کنفرانس له لارې ويناوې هم کېږي.
تر اوسه کنفرانس ته په افغانستان کې د ناټو استازي، د المان سفير مارک پوټزل، د اروپايي اتحاديې سفير رونالډ کوبيان او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي ديبورا لاينز پر ليکه خبرې کړې دي.
افغان مېرمنو په دغه کنفرانس کې له يادو بنسټونو او ادارو څخه د دستي اوربند، د ملکي هېوادوالو د امنيت او سولې غوښتنې کړې دي.
ټاکل شوې چې سبا به افغان مېرمنې د دغه کنفرانس په پای کې يو پرېکړه ليک هم خپور کړي.
0 نظرونه