
د تخار په کرنیزو محصولاتو کې زیاتوالی راغلی
د تخار د کرنې ریاست مسولین وايي، د دې ولایت په کرنیزو محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
د کرنې او مالدارۍ رییس انجنیر محمد سالم ساعي وايي، سره له دې چې سږ کال کرنیز محصولات زیات شوي، خو لا هم د دې ولایت باغ لرونکي د سړو خونو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
خو ساعي وایي چې ډېر ژر به په دې ولایت کې یوه سړه خونه په کار پیل وکړي چې په فعالېدو سره به یې د بڼوالو ستونزې هوارې شي.
0 نظرونه