پوهېږئ چې ټنبلان د کوم ځای دي؟
ټنبلي اوس نږدې ده په نړۍ کې د ناروغي په توګه مطرح شي، راځئ په سرخط کې نن د هغو هېوادونو د خلکو په اړه ولولئ چې ډېر سست او ټنبل دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د نړۍ تر ټولو سست او ټنبل خلک د کویټ دي، په دوی کې یوازې ۶۷ سلنه متحرک یا چټک خلک اوسي چې خپلو هر ډول ستونزو او کارونو ته رسېږي.
عجیبه دا ده چې له دومره پرمختګ سره سره په دې لیسټ کې دویم نوم د امریکا دی.
په ليسټ کې درېیم راغلی نوم د سعودي عربستان دی.
خو تر ټولو متحرک او چټک خلک چې ډېر کار کوي او هر ډول کار ته رسېږي، د یوګنډا ملت خلک ښوول شوي دي.
په دې لیسټ کې د متحرکو انسانانو دویم هېواد د موزمبیق ياد شوی دی.
0 نظرونه