د جعلي تذکرو موضوع څېړل کېږي
افغان ولسمشر پرون د ملي ایتلاف لهخوا د جعلي تذکرو د څېړلو لپاره یو پلاوی ګمارلی دی.
ارګ لیکي، دغه پلاوی به چې په ترکیب کې یې د اجراییه ریاست له استازي او د ملي تدارکاتو د ادارې له مشره نیولې د یو شمېر اړوندو ادارو مشران او د حقوقي چارو پوهان شامل دي، د وېشل شویو تذکرو د کره شمېر او اصلیت په اړه څېړنه کوي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، ولسمشر دغه پلاوی د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې چې مخکې یې د جعلي تذکرو د وېش ادعاوې رد کړې، په وړاندیز ګماري.
د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې په دې اړه جدي څېړنه کوي او له عاملینو سره به جدي چلند وشي.
0 نظرونه