عبدالله له ترهګرۍ سره دوه ګونی چلند خطرناک ګڼي
د حکومت اجراییه ريیس وايي، هر هغه هېواد چې د افغان سولې او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د رښتینولۍ پر ځای دوه ګونې لوبه کوي هېڅ ګټه نهشي کولای.
عبدالله په کابل کې خبریالانو سره خبرو کې، که څه هم د کوم ځانګړي هېواد نوم وا نهخیست، خو دا څرګندونې یې پاکستان ته د امریکايي پلاوي د سفر په اړه د شوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
0 نظرونه