پمپیو له عمران خان سره پر افغانستان غږېږي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزېف ډنفورډ اسلام اباد ته تللي.
دوی دواړه د پاکستان د نوي حکومت له مشرانو سره پر اړیکو او د افغانستان پر مسله خبرې کوي.
دا لوړپوړي امریکایي چارواکي داسې حال کې اسلام اباد ته ځي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې په تېر یو کال کې نورې هم خړې پړې شوې دي.
یو شمېر امریکايي رسنیو لیکلي، د امریکا او پاکستان ترمنځ د کړکېچ سره سره واشنگټن لا هم د افغانستان په جگړه کې د اسلام اباد ملاتړ ته اړ دی.
0 نظرونه