سل زره افغان ماشومان بېړنۍ ملاتړ ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، د افغانستان په لویدیزه حوزه کې د وچکالۍ ځپلو کورنیو له سل زرو زیات افغان ماشومان بېړنۍ مرستې، ملاتړ او ساتنې ته اړتیا لري.
اوچا په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي، دغه شمېر ماشومان په هغو کورنیو پورې تړاو لري چې وچکالۍ د خپلو اصلي سیمو پرېښودو ته اړ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي، یوازې د هرات د بېځایه شویو په غیررسمي سایټونو کې له سلو څخه د زیاتو مرکزونو جوړولو ته اړتیا ده، څو ۱۵ زره بېځایه شویو ماشومانو ته رواني او ټولنیز ملاتړ برابر کړي.
ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د څارونکیو له قوله ویلي، د دغو بېځایه شویو په غیر رسمي سایټونو کې، د جنسي زورزیاتي د پېښو لکه، په کم عمر او ماشومتوب کې ودونه، د نویو زیږیدونکو ماشومانو او پیغلو نجونو پلورل او قاچاق په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.
0 نظرونه