بامیان کې ۵۰ زره کورنۍ وچکالۍ ځپلې دي
د بامیان سیمهییز چارواکي وايي، د یاد ولایت په مرکز او ځينو ولسوالیو کې نږدې ۵۰ زره کورنۍ د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې او لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د دې ولایت د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ رییس عبدالوهاب محمدي وايي، د دې ولایت په ۱۵زره کلیو کې شاو خوا ۵۰زره هغه کورنۍ چې د ژوند د اړتیاوو پوره کولو توان نه لري، د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې دي.
دی زیاتوي، له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي کمېټې د زیانمنو لپاره ۱۵۰۰ ټنه غنم په پام کې نیولي. د نوموړي په خبره، دغه اندازه مواد د وچکالۍ ځپلو سره د مرستې لپاره ډېر کم دي.
0 نظرونه