سليمان کاکړ هم استعفا وکړه
۱۳ سنبله ۱۳۹۷ 129611 0 نظر سرخط ورځپاڼه

سليمان کاکړ هم استعفا وکړه

 

د ملي امنيت شورا مرستيال سليمان کاکړ هم له خپلې دندې استعفا کړې ده.

کاکړ ولسمشر ته په خپله لېږل شوې استعفا پاڼه کې لومړى له هغه مننه کړې چې پر ده يې باور وکړ او پر دې دنده يې ګومارلى و.

دی زیاتوي، د ځينو ملحوظاتو او ستونزو له امله نه‌شي کولى خپلې دندې ته ادامه ورکړي، نو له همدې امله خپله استعفا وړاندې کوي او له ولسمشر يې غوښتي چې استعفا يې منظوره کړي.

د يادونې ده، د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم څو ورځې مخکې استعفا ورکړې وه، هغه په خپله استعفا پاڼه کې د حکومت له لوړ پوړو مشرانو سره پر ځينو موضوعاتو اختلافات ياد کړي وو.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې