افغانۍ د ډالر پر وړاندې نوره هم ولوېده
په دې وروستیو کې د افغانستان په بازارونو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه په بېساري توګه لوړه شوې ده.
د کابل د صرافانو د شورا ویاند مجید احمدزاده وایي، په تېرو ۱۵ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې یو ډالر د ۷۴ افغانیو سره تبادله کېږي.
دی زیاتوي، د مرکزي بانک لهخوا بازار ته د ډالرو په عرضه کولو کې کمی د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیو د لوړېدو مهم سبب دی.
د کابل د صرافانو د شورا وياند وايي، په افغانستان کې نامناسب سیاسي او امنیتي شرایط هم د دې سبب شوي چې د خلکو لهخوا د ډالرو اخیستل زیات شي.
0 نظرونه