د نړۍ تر ټولو لويه الوتکه الوځي
فضا ته د راکټونو او نورو بېړیو یا سپوږمکیو تر ټولو اوږده الوتکه به په څو اوونیو کې الوتنې ته چمتو شي.
راپورونه لیکي، تر دې وړاندې هغه وسایل چې بېړۍ او نور تجهیزات یې فضا ته لېږدول، ښه او ارزانه ثابت نه شول، نو له همدې کبله اوس دا الوتکه تیاره شوې چې نوې تجربه پرې وشي او هر څه په ښه او ارازانه توګه فضا ته ولېږدوي.
په دې الوتکه کې شپږ لوی او قوي انجنونه ځای پر ځای شوي دي او اوږدوالی یې ۳۸۵ فټه ته رسېږي.
هغه کمپنۍ چې دا الوتکه یې جوړه کړې وايي، الوتکه دومره لویه او قوي ده چې په ټیټه سطحه د پرواز اجازه نه لري.
پر دې الوتکه له ۲۰۱۱ مېلادي کال را هيسې کار پیل شوی چې سږ کال بشپړ شوی او په څو اوونیو کې به فضا ته پورته شي.
0 نظرونه