پر مهمو بستونو د ښځو پر کمې ونډې اندېښنه
د ښځو چارو وزارت په مهمو دولتي او نورو بستونو کې د ښځو پر کمې ونډې اندېښنه ښيي.
د ښځو چارو وزارت وايي، سره له دې چې په هېواد کې د مېرمنو د ظرفیت د ودې په خاطر ډېر بنسټونه فعالیت کوي، خو لا هم په دولتي ادارو کې د مېرمنو ونډه کمرنګه ده.
د دې وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د یکشنبې په ورځ په حکومت کې د ښځو د ونډې په خاطر د پاليسیو د اصلاح درېیم کنفرانس ته وویل، حکومت دې په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.
مېرمن وردګ وویل، ناامني، تبعیض، جنسيتي او جنسي کړنې هغه لاملونه دي چې په دولتي ادارو کې يې د مېرمنو ونډه کمرنګه کړې ده.
0 نظرونه