امريکا پر پاکستان ٣٠٠ ميليونه ډالر نوره مرسته هم ودروله
امريکا له پاکستان سره ٣٠٠ ميليونه ډالره مرسته له دې امله درولې چې دا هېواد له ترهګرو سره جدي مبارزه نه کوي.
د امريکا د دفاع وزارت لیکلي، يادې پيسې به په بل کوم مناسب ځاى کې، هلته چې اړتیا یې ډېره وي، ولګول شي.
په دې وروستيو کې امريکايي چارواکیو بار بار له پاکستانه په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنې کړې، خو هغوى د قناعت وړ ځواب نه ورکاوه.
0 نظرونه