په هلمند کې د ایران ضد لاریون شوی
د هلمند د مدني ټولنو غړیو او د دې ولایت اوسېدونکیو په افغانستان کې د ایران د لاسوهنې پر ضد لاریون وکړ.
لاریون کوونکیو همدا ډول د ايران د بهرنيو چارو وزير د وروستيو څرګندونو په اړه وویل، دا ډول څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده.
لاریون کوونکیو وویل، د ایران چارواکي د خپلو ګټو لپاره د افغان حکومت په چارو کې ښکاره مداخله کوي.
دوی خبرداری ورکړ، که ایران دا لاسوهنه بنده نه کړي، پایله به یې په زیان وي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف څو ورځې وړاندې له یوه ایراني ټلويزیون سره په مرکه کې ویلي و، دوی د هلمند سیند په اوبو کې حق لري او که افغان حکومت اوبه ور نه کړي، دوی به له بېلابېلو فشارونو خپل حق ترلاسه کړي.
0 نظرونه