"یوه لار یو کمربند پروژه دې کې د افغانستان ارزښت درک شي"
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار له چین غوښتي چئ د يوې لارې يو کمربند پروژه کې د افغانستان جيوپوليټيک ارزښت او موقعيت ته دې ځانګړې پام وکړي.
مسلمیار دا څرګندونې چین ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد د لومړي وزیر له مرستیال خوی چون خوا سره د ليدنې پر مهال کړي.
د دې ناستې پر مهال د مشرانو جرګې رييس په ډاګه کړې چې د افغانستان او چين ترمنځ د همکاريو پياوړتيا، پر سيمهييزو او نړيوالو موضوعاتو اجماع رامنځته شوې ده.
مسلميار له چین غوښتي چې له هغه نفوذ څخه چې پر پاکستان يې لري د افغانستان د سولې لپاره ترې مخلصانه او بې طرفانه استفاده وکړي.
0 نظرونه