د ننګرهار والي د پاکستان ادعا رد کړه
د ننګرهار والي وايي، ده د پاکستان د قونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه نه ده کړې.
والي حیات الله حیات وايي، د هغه پراخ فساد د مخنیوي لپاره اقدامات کوي چې د پاکستان د ویزو په تر لاسه کولو د قونسلګرۍ څخه بهر موجود دی.
پاکستان له همدې کبله په موقت ډول په ننګرهار کې خپله قونسلګري تړلې ده.
0 نظرونه