بل خیراتخور میلیونر هم وموندل شو
په دوبۍ کې مو د میلیونرانو سوالګرو په اړه په سرخط کې لوستي وو، خو راځئ نن د پاکستان په سړکونو کې د ګرځېدونکي سوالګر میلیونر په اړه ولولئ.
له څېرې او رنګه دا غریب سړی په خپل اکاونټ کې لکونه پاکستانۍ کالدارې لري او په اردو او پنجابي سربېره په انګريزي ژبه هم پوهېږي.
شوکت په ټولنیزو رسنیو کې د یوې پټې ویډیو په وسیله خلکو ته ور وپېژندل شو چې یو غریب نه، بلکې د لکونو روپیو مالک دی.
هغه په دې پټې اخیستل شوې ویډیو کې اعتراف کوي چې په میاشت کې له دېرش زرو زیاتې پاکستانۍ کالدارې ګټي او ژوند یې ښه په خوند کې پرې تېرېږي.
خو عجیبه دا ده چې شوکت وايي، هغو کسانو ته خپله پیسې ورکوي چې ده ته د سوال په بدل کې یوه روپۍ ورکړي.
0 نظرونه