حزب اسلامي یې نه مني
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب دا خبره نه مني چې ګنې له دې ګوند سره د حکومت د سولې هوکړهلیک د سولې په خبرو اترو هېڅ اغېز نه دی کړی.
له دې وړاندې سیګار راپور ورکړی و چې د حزب اسلامي سره د سولې هوکړې د افغانستان د سولې پر پروسه اغېز نه دی کړی.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یوه لوړ پوړي غړي همایون جریر ازادي راډیوته ویلي، د حزب اسلامي سره د سولې هوکړې د افغانستان د سولې دروازه پرانيسته او نورو مخالفینو ته یوه روښانه بېلګه شوه.
0 نظرونه