سقیم رسما د سیمهییزو ارګانونو د خپرونو د رییس په توګه دنده پیل کړ
سیدشاه سقیم چې موده وړاندې د ولسمشر غني د فرمان له مخې د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د خپرونو د ريیس په توګه ګمارل شوی، پرون رسما خپله دنده پیل کړه.
ښاغلي سقیم د دې ادارې کارکوونکیو د خپلې وینا پر مهال وویل، هڅه به وکړي چې د سیمهییزې حکومتولۍ په برخه کې د حکومت له شویو پرمختګونو او کړنو خلک خبر کړي.
سقیم له دې وړاندې د هېواد له بېلابېلو رسنیو سره دنده مخته وړې او د سرخط ورځپاڼې مسوول مدیر هم پاتې شوی دی.
0 نظرونه