ځواني نه را ګرځي۲، سنجو مات کړ
دا څه وخت پر هندي سېنما د سنجو فلم راج چلېده، هر څه د همدې فلم په ګټه روان ول، خو ځواني نه راګرځي فلم د سنجو مخ وګرځاوه.
تازه خبر همدا دی چې د جوانی پھر نہیں آنی۲ فلم په لومړۍ ورځ دوه کروړه او نهه لکه روپۍ وګټلې او د سنجېدت پر ژوند جوړ شوی سنجو فلم یې شاته کړ.
دې فلم په دویمه ورځ درې کروړه او ۵۸ لکه روپۍ ګټلې او په درېیمه یې بیا ۳ کروړه او ۴۱ لکه روپۍ وګټلې.
په ټولیزه توګه دې فلم د خپرېدو په لومړۍ اوونۍ کې ۲۰ کروړه او ۶۴ لکه روپۍ ګټلې او اوس یې ریکارډ جوړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې سنجو فلم بیا د خپل بزنس په لومړي ځل یوازې په پاکستان کې په لومړۍ اوونۍ کې ۱۸ کروړه او ۶۵ لکه روپۍ ګټلې وې.
0 نظرونه