افغانستان ته را روانې ټايوانۍ ته وېزه نه ده ورکول شوې
په پاکستان کې یوې ټایوانۍ لیکوالې د افغانستان د وېزې غوښتنه کړې، خو دا غوښتنه یې رد شوې ده.
سنټرل نیوز خبري اژانس لیکي چې لي آن یوه ټایوانۍ لیکواله ده او په اسلام اباد کې یې د افغانستان د وېزې غوښتنه کړې وه، خو وېزه ورته نه ده ورکړل شوې.
راپور زیاتوي، دغه لیکواله له ټایوانه د سیاحت په ۱۲ ورځني سفر پاکستان ته تللې او غوښتل یې افغانستان ته هم راشي.
0 نظرونه