د سولې کاروان پلخمري ته ورسېد
د سولې غوښتونکو پلی کاروان چې کابو درې اوونۍ وړاندې له کابل څخه مزار ته د تلو په نیت روان شوی وو، پرون د بغلان مرکز پلخمري ښار ته ورسېد.
دوی له کابل څخه تر ۱۸ ورځني پلي تګ وروسته پلخمري ښار ته د دننه کېدو پرمهال د لسګونو ځوانانو او څو تنو دیني عالمانو لهخوا یې تود هرکلی وشو.
مولوي سردار ولي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وینا کې وویل، له هلمنده د سولې پیل شوی بهیر رښتينی حرکت دی، یوازې دوى نه باید ټول یې ملاتړ وکړي.
ده زیاته کړه، سوله د ټولو افغانانو هيله ده او دې هيلې ته د رسېدو لپاره هراړخیز کار په کار دی.
ده په دیني عالمانوغږ وکړ چې سولې ته د رسېدو لپاره دې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
0 نظرونه