د بشري حقونو کمېسیون تاوان غواړي
په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، د جګړې قربانيانو ته د غرامت ورکولو ميکانيزم دې جوړ شي.
شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر قاضي سيد محمد سامع وايي، دمګړۍ په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېر تر بل هر وخت لوړې کچې ته رسېدلي چې بايد د مخنيوي لپاره يې کار وشي.
دی زیاتوي، له بېلابېلو لارو بايد پر وسلهوالو مخالفينو، نړيوالې ټولنې او افغان دولت فشار راوستل شي چې په جګړو کې د ملکيانو د سر او مال خونديتوب ته پام وکړي.
0 نظرونه