د مسکو غونډه ولې وځنډېده؟
بهرنیو چارو وزارت وايي، د مسکو غونډه ځکه وځنډول شوه چې د کنفرانس اجنډا او وخت له افغان حکومت سره نه و شريک شوي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصيراحمد اندېشه له پياوړو هېوادونو وغوښتل چې طالبان له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرو اترو ته وهڅوي.
له بله بیا د سياسي چارو کارپوهان د مسکو ناستې ځنډول او له افغان حکومت سره په همغږۍ د دې ناستې د جوړولو هرکلى کوي.
د سياسي چارو کارپوه او د سولې شورا پخوانى چارواکي، دا ډېر ښه کار شوی چې د مسکو ناسته وځنډېده.
0 نظرونه