ښايي پر عربو پاکستانيانو جعلي شات پلورلي وي
شاید چل و فرېب په ډېرو هېوادونو کې وي، خو په عربستان کې ځکه دا کیسې کمې دي چې هلته پرې هر څوک ونیول شو، یا یې لاس پرې کېږي او یا هم یې سر له تنې بېلېږي.
له دې هېواده یو تازه خبر دا دی چې هلته لږ نه، بلکې لږ تر لږ اووه سوه کیلو ګرامه نقلي شات په داسې حال کې چې پر خلکو د اصلي شاتو په نوم پلورل کېدل، نیول شوي دي.
عربي رسنۍ لیکي، دا شات د عربستان په غرنیو سیمو کې پر سیلانیانو پلورل کېدل او هغوی هم ښه په مینه اخیستل، خو کله چې پرې پولیس خبر شول، پر همدې ځای یې چاپه ووهله او خلک یې لاس په لاس ونیول.
عربان مالدار خلک دي او تر ډېره يې ژوند بسیا دی، خو په هېواد کې د پرېمانه پاکستانیو شتون د دې اندېښنه ښيي چې هلته هم دا کار پاکستانیانو کړی وي.
0 نظرونه