حکومت د داعش د اکمال راپورونه رد کړل
د حکومت اجراییه ريیس عبدالله عبدالله په شمالي ولایتونو کې د داعش د تمویل او تجهیز په اړه د مسکو د ادعاوو په غبرګون کې وايي، په دې اړه خپاره شوي مالومات بېاساسه دي.
اجراییه رییس د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل، "په همدې شپو او ورځو کې موږ واورېدل چې هلیکوپټرې راغلي او داعش یې اکمال کړی دی، دا څرګندونې چې د هرې انګېزې پر بنسټ شوې وي، حقیقت یې دا دی چې هیڅ ډول اساس او بنسټ نه لري".
عبدالله ټینګار وکړ، افغان حکومت او نړیوال ملګري یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دي.
0 نظرونه