د مسکو غونډه وځنډېده
ولسمشر غني د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره ټلېفوني خبرې کړې دي.
ارګ لیکي، د دې خبرو په پایله کې پرېکړه شوې چې د افغانستان په اړه په مسکو کې کېدونکې غونډه وځنډول شي.
سرچينې زياته کړې، دا هوکړه د لا زياتې امادهګۍ او موثريت په خاطر ځنډول شوې ده.
سرچینه لیکي، دا غونډه ځکه ځنډول شوې چې دواړه هېوادونه په ګډه د دې ناستې لپاره چمتووالی ونيسي، افغانستان او د روسيې دولت به په ګډه د دې ناستې مديريت او کوربه توب وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز وويل شول چې په دې موده کې به د افغانستان حکومت په کور دننه سلا مشورو ته دوام ورکړي او هم به د دواړو هېوادونو تر منځ ټيمونه د ناستې د څرنګوالي او وخت مالومولو په خاطر ګډ کار وکړي.
0 نظرونه