ډاکټر محب، له کاملوف سره پر سوله غږېدلی
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو په مشري د سولې او مذاکراتو په ملاتړ د دې هېواد د همکاریو پر څرنګوالي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ته مالومات ورکړل.
ملي امنیت شورا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکي، د هېواد د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د افغانستان او ازبکستان تر منځ د امنیتي همکاریو په موخه د ګډ امنیتي کمېسیون د کارونو او راتلونکيو ناستو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل او ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو تر منځ د شریکو اقتصادي پروژو د تطبیق پر حالت خبرې وکړې.
کاملوف له ترهګرۍ سره د مبارزې، سولې او اقتصادي ودې لپاره د سیمهییزو همکاریو د ټینګښت پر لارو چارو خبرې وکړې او د ښه والي په برخه کې یې هیله مندي وښوده.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر محب ازبکستاني پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د ملي امنیت شورا دفتر په رهبري کې بدلون به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو چارو اغېز و نه کړي، ځکه چې د کارونو د مدیریت لپاره نظرونه مشترک دي.
0 نظرونه